روغتیا وزارت: سږ ژمی له کابل ښاره دوه زره په نشه يي توکي روږدي را ټولوو

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په نشه يي روږدي کسان د سړې هوا پر وړاندې مقاومت نه لري او يخني يې ژر وژني.

سهار تر ماښامه، په تېره بیا د شپې له خوا د افغانستان په لویو ښارونو، په ځانګړي ډول کابل ښار کې ډله ډله معتادین تر شکېدلو څادرونو لاندې اورونه بل کړي او د نشې کولو ترڅنګ په دې ډول خپل ځانونه تودوي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې معتادین د سړې هوا پر وړاندې مقاومت نه لري او يخني يې ژر وژني.

د عامې روغتیا وزارت د معتادینو د درملنې ملي پروګرام مسؤل محمد شعیب شهرام وايي چې دوی د ژمي په یخنۍ کې د بې سرپناه معتادینو د ژغورنې لپاره د معتادینو را ټولولو پروګرام پیل کړی دی.

دی زياتوي چې د دې معتادینو د ګرم ساتلو ترڅنګ به د هغوی درملنه هم کېږي: "سږ کال هم ژمي کې د معتادینو را ټولولو پروګرام لرو، په پام کې لرو چې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه دوه زره معتادین را ټول او درملنه یې وکړو. د معتادینو له راټولولو څخه مو هدف یوازې د دوی ساتل نه دي، بلکې د درملنې په مرکزونو کې دوی ته د درملنې تر څنګ اجتماعي، روغتیايي او رواني خدمات هم شته، دغه ډول به دوی ته ورزشي اسانتياوي هم برابرېږي."

په کابل ښار کې یو شمېر روږدي کسان

معتادین د کابل ښار په ګڼ مېشتو سیمو کې راټولېږي، لکه پارکونه او تفریحي ځایونه، دوی د ځوانانو په مخ کې بېلابېلې نشې کوي چې په دې کار سره روغ ځوانان هم نشو ته هڅول کېږي.

که څه هم د کورنیو چارو وزارت د روان لمریزکال په بهیر کې د کابل ښار مسئولینو ته دوه میاشتې وخت ورکړی و چې د نشه يي موادو ټول خرڅوونکي ونیسي او معتادینو ته د نشه يي موادو د رسولو لارې وتړي، خو د معتادینو د درملنې ادارې وايي چې اوس هم په دې ښار کې نشه يي مواد ارزانه او اسانه موندل کېږي.

د معتادینو د درملنې متخصص ډاکټر فرید بزګر وايي، کوم معتادین چې د ژمي په موسم کې د درملنې لپاره روغتيايي مرکزونو ته ورځي، د نشې پرېښودلو اراده نه لري، د دوی هدف دا دی چې په دې مرکزونو کې ژمی تود تېر کړي او ښه خواړه ورته ورسېږي.

ښاغلی بزګر وايي: "معلومه خبره ده، کله چې معتادین په ژمي کې د درملنې مرکزونو ته ورزي او یا ور وړل کېږي، دوی د نشې په پرېښودلو کې ریښتیني نه دي، بلکې دوی غواړي چې له دې فرصته په استفادې سره د ژمي له یخنۍ څخه ځانونه وساتي او ښه خواړه وخوري. په دې وخت کې د مرکزونو مسئولینو ته په کار دي چې معتادینو ته په پام کې نیول شوي ځانګړي پروګرامونه پر دوی عملي کړي. په دې کار سره به یا د معتادینو درملنه وشي او یا به هم په راتلونکي کې درملنې ته وهڅول شي."

د ملګرو ملتونو سازمان د ارزونې پر اساس د نړۍ په هرو سلو معتادینو کې شپېته یې بېرته په نشو اخته کېږي، خو د افغانستان په هرو سلو معتادینو کې څه د پاسه اتیا معتادین د نشو تر پرېښودلو وروسته بېرته نشو ته مخه کوي.

ددې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی هم شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

راپور