نیمروز کې د ۱۳۹ کيلوګرامو نشه يي توکو د قاچاق مخه ونيول شوه

د افغانستان په نقشه کې د نیمروز ولایت

د نيمروز پولیسو د دې ولايت مرکز ته د (۱۳۹) کيلوګرامو نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونيوله.

د نيمروز ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې مدير پرويز سيستاني ازادي راډيو ته وويل، د دوی پولیسو د جدي د میاشتې په (۲۹مه) نېټه د زرنج ښار په درېيمه ناحيه کې عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې (۹۵) کيلوګرامه تارياک، (۴۱) کيلوګرامه ښیښه او درې نیم کيلوګرامه چرس له قاچاق کوونکو څخه ونيول شول.

د دې نشه يي موادو د قاچاقو په تور دوه تنه له دوو موټرو سره نيول شوي دي.