"کندهار کې تر ۱۴۰ کيلوګرامو ډېره ښیښه د عملیاتو پر مهال ونيول شوه"

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

له افغانستانه د باندې تر سلو کيلوګرامو د ډېرې ښيښې د قاچاقو مخه ونيول شوه.

د کندهار امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر ازادي راډيو ته وويل، تر (۱۴۰) کيلوګرامو ډېره ښیښه چې د ټوکرانو په توپ يا تان کې پټه ایښودل شوې او په پام کې وه چې د يوه بس په وسيله د نيمروز له خاشرود ولسوالۍ څخه پاکستان ته قاچاق کړل شي، په کندهار کې د پولیسو د عملیاتو په نتيجه کې ونيول شول.

د دې موادو د قاچاقو په تور موټر چلوونکی هم نيول شوی او له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوی دی.