اترا: د مخابراتي شبکو چوپړونو د ټیټ کیفیت ستونزه د منلو نه ده

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره- اترا وايي، د مخابراتي شبکو په خدماتو کې د ټیټ کیفیت ستونزه د منلو نه ده.

د اترا ویاند سعید شینواري ازادي راډیو ته وویل چې د نوموړې ادارې مشر عمر منصور انصاري پرون- پنجشنبې (د سلواغې ۲مه) د یوه مخابراتي شرکت له مشر سره په کتنه کې غوښتنه وکړه چې په افغانستان فعالې مخابراتي شبکې باید د خپلو خدماتو کیفیت لوړ کړي او لمن یې ټول هېواد ته وغځوي:

ښاغلي شینواري زیاته کړه: "نورو شبکو سره هم خبرې کېږي چې د ۱۴ سوم کال لپاره د دوی پلانونه واوري، پراختیايي طرحې یې واوري او دوی وهڅوي چې په ټول افغانستان کې د پوښښ ساحه او د کیفیت کچه پراخه او ښه کړي."

افغانستان تراوسه هم د نړیوالو معیارونو په اساس له مخابراتي خدماتو بې برخې دی او د ټیلیفوني او انټرنیټي خدماتو د ټیټ کیفیت له کبله پر مخابراتي شبکو خورا زیات انتقادونه کېږي.