پکتیا چارواکي: اریوب ځاځي کې ماین چاودنې یو قومي مشر وژلی

د افغانستان په نقشه کې د پکتیا ولایت

په پکتیا کې یو قومي مشر د مقناطیسي ماین په چاودنه کې وژل شوی.

د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند حیات الله نظامي ازادي راډیو ته وویل، په چاودنه کې چې پرون پنجشنبې (د سلواغې ۲مه) مازیګر مهال د اریوب ځاځیو ولسوالۍ په خوازي خېلو سیمه کې وشوه یو بل کس هم ټپي شوی دی.

ښاغلي نظامي زیاته کړه: "د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ په خوازي خېلو کلي کې د یوه قومي مشر پر موټر د مقناطیسي بم چاودنه شوې چې په نتیجه کې یې یو قومي سپین ږیری په شهادت رسېدلی او یوبل ټپي دی."

ښاغلي نظامي وايي، دا قومي مشر چې نوم یې حاجي رحیم و، د ځاځي اریوب له مخورو مشرانو و او تل یې په سیمه کې د امنیت او یووالي لپاره هڅه کوله.

د دې برید مسولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.