"افغانستان کې به د سولې په اړه د علماوو تاریخي غونډه جوړه شي"

ارشیف، افغانستان کې یو شمېر علماء

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، ډېر ژر به دغه هېواد کې د سولې په اړه د اسلامي نړۍ د علماوو 'تاریخي' غونډه ترسره شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغې غونډې د جوړېدو خبره په ریاض کې د اسلامي نړۍ د اړیکو مشر شیخ محمد بن عبدالکریم العیسی د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره د لېدو پر مهال کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې که څه هم د دغې غونډې دقیق وخت او ځای نه دی ښودل شوی، خو ویلي یې دي، دغه غونډه کې به د افغانستان کړکېچ ته له دیني نظره د حل لارې چارې ولټول شي.

د اسلامي نړۍ د اړیکو رئیس ویلي، دغه غونډه باید تاریخي او برخلیک ټاکونکې پایله ولري او له طالبانو به هم وغواړي چې ګډون په کې وکړي.

له دې وړاندې ځینو نورو وتلو دیني عالمانو د افغانستان اوسنۍ جګړه "چې دواړه لوري یې افغانان او مسلمانان دي" ناروا بللي، خو له دې سره -سره هم د جګړې په شدت کې د پام وړ کموالی نه دی راغلی.