د پاکستان چارواکي: چاودنې کوټه کې ۴ حکومتي ملېشې وژلي

ارشیف، په کوټه کې د یوې شوې چاودنې عکس

پاکستاني چارواکي وایي، د دوی د حکومتي ملېشې څلورغړي د ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

پر دغو ملېشو پرون چهارشنبه د بلوچستان ایالت د کوټې جنوب ختیځ ته په دوه سوه کیلومترۍ کې د کهلو په سیمه کې هغه مهال چاودنه وشوه چې په ګزمه بوخت وو.

په چاودنه کې د دغو ملېشو پنځه نور غړي ټپیان شوي دي.

تراوسه کومې ډلې د دغې چاودنې مسولیت نه دی اخیستی.

په بلوچستان کې څه موده وړاندې په یوه مخامخ وسله وال برید کې ۱۳ کان کیندونکي هم وژل شوي وو.

پر کان کیندونکو د برید مسولیت داعش ډلې منلی و.