کندز کې کډوال: د سولې د خبرو سره یوځای د جګړې زور کډې را په سر کړي

په کندز کې یو شمېر کډوال د جګړو له شدته خپلې مېنې پرېښي او ددې ولایت ښار ته راکډ ه شوي.

په کندز کې یو ځل بیا جګړو زور اخېستې او هره شپه د دې ولایت ولسوالۍ او د ښار شااوخوا سیمې د وسله والو او د دولتي ځواکونو ترمنځ د درنو جګړو او نښتو شاهدانې وي.

دا جګړې نه یوازې چې د خلکو څخه د سر او مال قرباني اخلي، بلکې دې ساړه ژمي کې یې ګڼې کورنۍ خپلو مېنو پرېښودو ته اړ اېستي.

په کندز کې د جګړو له امله بې ځایه شوي کډوال وايي، هماغومره چې سږنی ژمې په کندز کې د نورو کلونو پرتله سوړ دی، د جګړو ډګر هماغومره تود دی.

دوی وايي، د سپکو او درنو وسلو د ‌ډزو غږونه د کندز ښار شااوخوا سیمو او ولسوالیو کې پرله پسې اورېدل کېږي او د دې ځای د خلکو د شپې خوب یې تښتولی دی.

د کندز ښار اړوند د چرخاب د سیمې اوسېدونکی ۴۰ کلن شېرمحمد چې د جګړو له امله یې خپله مېنه پرېښې وايي: "موږ له خپلو ښځو او ماشومانو سره کډې په سر ګرځو، کله دلته او کله هلته، له ټولو ښکېلو غاړو غواړو چې د سولې برخه کې کار وکړي چې نور جنګ پای ته ورسېږي."

کندز ښار

۳۰ کلنه ملالۍ هم د جګړو له کبله د کندز ښار اړوند د چله مزار سیمې څخه را کډه شوې، وايي چې دواړو خواوو ځورولې:

"جنګ دی موږ د ژمي دې یخنې کې له خپلو بچیانو سره منډې وهلي، څو ښارته را ورسېدو او ټوله شپه مو ناکراره وه. هره شپه او ورځ جنګ وي، څه وکړو در په دره یو. الله دې سوله راولي چې دا جنګونه ختم شي."

د کندز د ولایتي شورا رئیس محمد یوسف ایوبي هم د کندز روان وضعیت د اندېښنې وړ بولي او زیاتوي چې د دې ولایت سیمه ییز او امنیتي چارواکي د امنیت د ټينګښت په برخه کې پاتې راغلي دي.

د کندز د ولایتي شورا رئیس محمد یوسف ایوبي

ښاغلي ایوبي زیاته کړه: "د کندز امنیتي وضعیت موږ هم اندېښمن کړي یو. څو ځلي مو له مرکزي حکومته او د سیمېزې ادارې څخه غوښتنه کړې چې د کندز ښار امنیتي کمربند باید ټېنګ کړي، څو د تېرو کلونو فاجعه بیا تکرار نه شي او بیا هم پر امنیتي چارواکو غږ کوم چې د کندز امنیت ته پام وکړي."

خو د کندز سیمه ییز چارواکي هم د خلکو انتقادونو مني او وايي چې دوی د امنیت د ټېنګښت برخه کې له هېڅ ډول هڅو ډډه نه کوي.

د کندز والي عبدالستار مېرزکوال

د کندز والي عبدالستار مېرزکوال ازادي راډيو ته وویل: "طالبان بیا پر جګړې ټینګار کوي او په ډېر قوت یې بیا خپلې جګړې پیل کړي. دوی خلک له خپلو کورونو په زوره وباسې څو دوی ته د جګړې زمېنه برابره شي. د سولې د خبرو دوهم پړاو کې دوی بیا پر جګړې زور اچولی او له امله یې په سلګونو کورنۍ بې ځایه شوي او له بې ځایه شوېو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته شوې ده."

دا بې ځایه شوي خلک وايي، دوحه کې د سولې د دوهمې مرحلې د خبرو له دوامه خبر دي، ورته هېلمند وو چې جګړې به کمي شي، خو اوس یې چې د خبرو سره یوځای د جګړې شدت کډې ور پر سر کړي، د قطر د سولې خبرو ته هیله مندي نه شي لرلی.