جو بایډن د پاریس د اقلیم له تړون سره د یوځای کېدو فرمان لاسلیک کړ

د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا نوي ولسمشر جو بایډن پرون یو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړ چې متحده ایالات بېرته د پاریس د اقلیم له تړون سره یوځای کوي.

بایډن په سپینه ماڼۍ کې په خپل دفتر کې وویل چې متحده ایالات د اقلیم له بدلون سره مبارزه په داسې بڼه مخ ته یوسي چې تر اوسه‌یې مخ ته نه‌ده وړې.

هغه ژمنه وکړه چې متحده ایالات به دغه تړون ته چې د نړۍ ډېرو هېوادونو په ۲۰۱۶ کال لاسلیک کړی او د نړۍ تودوخه محدودوي، ژمن پاتې شي.

مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ د ۲۰۲۰ کال په نومبر کې رسماً خپل هېواد له دغه تړونه وایست چې نړیوالو پرې سخت انتقادونه وکړل.

متحده ایالات چې له چین وروسته په نړۍ کې هوا ته د مضره ګازونو د خپرېدو ستر هېواد بلل کېږي، په ۲۰۱۶ کال له دغه تړون سره یوځای شوی او ژمنه‌یې کړې وه چې تر ۲۰۲۵ کاله پورې د مضره ګازونو اندازه د ۲۰۰۵ کال تر سطحې یعنې تر ۲۸ فیصدو پورې راکمه کړي.