جو بایډن د خپل کار په لومړۍ ورځ څو اجرائیوي فرمانونه صادر کړل

د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا متحده ایالاتو نوي ولسمشر جو بایډن پرون د کار په لومړۍ ورځ څو اجرائیوي فرمانونه صادر کړل چې د یو لړ مهمو کورنیو او نړیوالو مسایلو په اړه د مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ تګلاري باطلوي.

په یوه اجرائیوي فرمان کې د ټرمپ هغه پالېسي لغوه کېږي چې د امریکا متحده ایالاتو ته د اکثریت مسلمان مېشتو هېوادونو د وګړو پر ننوتو بندیز لګولی و.

سپینې ماڼۍ دغه پالېسي پر مذهبې ریښو ولاړه له بهرنیو د وېرې پالېسي بللې ده.

د ټرمپ له‌خوا د دغې پالېسۍ له مخې چې هغه په ۲۰۱۷ کې اعلان کړې وه، متحده ایالاتو ته د ایران، عراق، لیبیا، سومالیا، سوډان، سوریې او یمن پر اتباعو د ننوتو بندیز لګول شوی و.

عراق او سوډان وروسته له دغه لېسته وایستل شول او چاد، شمالي کوریا او ونزوئلا په‌کې زیات شول.

د ولسمشر بایډن له‌خوا د یوه بل اجرائیوي فرمان له مخې د روغتیا له نړیوال سازمان (who) څخه د متحده ایالاتو وتل درول کېږي. پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ تېر کال په دې اړه پرېکړه کړې وه.

د بایډن د پرېکړې له مخې متحده ایالات د روغتیا په نړیوال سازمان کې پاتې کېږي او هم‌یې اداره په پام کې لري چې د کوواکس په نوم ائتلاف سره چې له دوو نورو ډلو سره یوځای هڅه کوي د 'کوویډ-۱۹' ناروغۍ په وړاندې واکسین د نړۍ بې‌وزلو هېوادونو ته ورسېږي، یوځای شي.