اسپانیه کې یوې چاودنې دوه تنه ووژل او اته تنه نور ټپیان دي

اسپانیه کې د شوې چاودنې سیمه

د اسپانیې په پلازمېنه مادرید کې یوې چاودنې لږ تر لږه دوه تنه ووژل او اته تنه نور یې ټپیان کړل.

چاودنې چې زوروره یاده شوې، په مادرید کې یوه ودانۍ سرسري ویجاړه کړې او شاوخوا ورته ولاړ یو شمېر موټر سوځېدلي دي.

د بېړنیو خدمتونو مسؤلانو ویلي، د یوه ټپي حالت نازک دی.

د مادرید ښاروال په سیمه کې خبریالانو ته ویلي: "داسې ښکاري چې چاودنه دې په یوې ودانۍ کې د ګازو له کبله رامنځته شوې وي."

د سیمې یوه اوسېدونکي ویلي، دغې ودانۍ کې راهبانو یا عبادت کوونکو ته روزنه ورکول کېده او بې‌سرپناه کسانو ته ډوډۍ.