حمدالله محب: طالبان باید د نورو بندیانو د خوشې کولو تمه ونه لري

ارشیف، خوشې شوي طالبان

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي چې دولت ۵ زره طالب بندیان خوشې کړل، خو هغوی بیا د افغان وژنې له دوام پرته د سولې لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی.

دده په وینا، طالبانو په کندهار، هلمند او ارزګان کې خپلې جګړې تیزې کړي او هدفي وژنو ته يې زور ورکړی دی.

حمدالله محب چې د چهارشنبې(د سلواغې ۱مه) په ورځ د یو لوړ پوړي حکومتي پلاوي په مشرۍ د پکتیا مرکز ګردېز ته تللی وو، د ملي اردو د ۱۳۰۰ نویو سرتیرو د فراغت د مراسمو په څنډه کې يې رسنیو ته وویل، له طالبانو د سولې په اړه یوه خبره نه اورېدل کېږي، نو په داسې وضعیت کې دوی باید د نورو بندیانو د خوشې کولو تمه ونه لري.

حمدالله محب د یو لوړ پوړي حکومتي پلاوي په مشرۍ د پکتیا مرکز ګردېز ته تللی و.

ښاغلي محب زیاته کړه: "موږه خو ۵زره بندیان ورته خوشې کړل، په بدل کې دوی غیر له دې نه چې افغان وژنې ته يې دوام ورکړو، بل يې هېڅ نه دي کړي، د سولې لپاره طالبانو هېڅ اقدام نه دی کړی، جنګونو ته يې دوام ورکړی، په کندهار کې، په هلمند کې، په ارزګان کې دا خلک جنګ کوي، د دې تر څنګ يې په هدفي وژنو چې په کابل کې تاسو وضعیت وینئ، په لویو لارو کې يې تبلیغات ډېر منفي دي، د سولې په اړه یوه خبره ورنه، نه اوریدل کېږي، نو په داسې وضعیت کې د نورو بندیانو د خوشې کولو تمه باید ونه لري."

حمدالله محب د خبریالانو د دې پوښتنې په ځواب کې چې که طالبانو سره د اول پړاو د خبرو په شان دوهم پړاو کې هم خبرې مالومې پایلې ونه لري، د دولت اقدام به څه وي؟

دی وايي، که دوی سوله کوي، د دولت پلاوی ورغلی، که جګړه کوي، دوی د جنګ لپاره هېڅ ډول مشروعیت نه لري، ځکه چېرته چې د تفاهم لاره خلاصه وي، هلته څوک جنګ نه کوي.

ښاغلي محب وویل دولت او افغان سرتیري هېواد ساتنې ته تیارۍ لري

حمدالله محب په خپلو خبرو کې طالبان تورن کړل چې د افغانانو شتمنۍ لوټي، ټولګټي تاسیسات ورانوي او د دې ځای وسلې او مهمات په پاکستان کې خرڅوي.

محب زیاتوي: "طالبان نه یوازې افغانان وژني بلکې د افغانانو شتمنۍ په خپلو بادارنو تقسیموي، په هغوی باندې يې چور کوي، د دې ځای وسلې او مهمات يې وړي او په پاکستان کې خرڅيږي، نو دوی د دې وطن او خلکو سره دښمني کوي، زموږه د شتمنیو د غلا لپاره يې لاره جوړه کړې ده، دلته عام المنفعه پروژې ورانوي، تخریبوي، موږ به د خپل مملکت او خپلو خلکو او د خپل عزت او ناموس نه دفاع کوو."

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار په ټوله کې په سوېل ختیځ زون کې امنیتي وضعیت ډاډمن وباله خو ويې ویل، یوازې په غزني او میدان وردګو کې لږ وضعیت کړکېچن دي چې هغې ته هم توجه کېږي.

ده زیاته کړه، دلته يې د امنیتي او ملکي مسوولینو سره د لويو لارو او ولسوالیو د امنیت په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب سره په دې سفر کې د وسله والو ځواکونو لوی درستیز، د کورنیو چارو وزیر، د ملي امنیت د عمومي ریاست مرستیال او د سیمه ییزو ارګانونو لوی رئیس ملګري وو.

حمدالله محب د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د خدمت کولو لپاره د دې زون د خلکو لېوالتیا هم لوړه وښوده او ويې ویل، پخوا په جلب او جذب کې مشکلات وو، خو اوس د دوطلبانو تعداد دومره زیات شوی چې تعلیمي مرکز کې ورته ځای نه لري.

ده وویل، ۱۳۰۰ تنه اوس فارغېږي او ۷۰۰ نور نوي کسان راځي چې تر تعلیم او تربیې لاندې به ونیول شي چې دا په ټوله کې یو ښه پیغام دی.

بل لوري ته د پکتیا یو شمېر مدني فعالان بیا دا ډول سفرونه هغه مهال اغېزمن بولي چې امنیتي ځواکونو سره کړې ژمنې په عمل کې پلي شي.

دوی نیوکه کوله چې د حکومت چارواکو د درنو وسلو، چورلکو او نورو مهماتو د اکمال په برخه کې د دې ځای له امنیتي ادارو سره کړې ژمنې په پوره ډول نه دي عملي کړي.

د ۲۰۳م تندر قول اردو اړوند منسوبین او سرتیري په پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، میدان وردک او لوګر ولایتونو کې دندې ترسره کوي.

د ملي امنیت سلاکار او ورغلي پلاوي سره د کتنې لپاره د یادو ولایتونو ډېری ملکي او پوځي مسوولین د پکتیا په مرکز ګردیز کې د تندر قول اردو قرارګاه ته ورغلي وو.