حسن روحاني: جوبایډن دې پر ایران لګیدلي بندیزونه لېرې کړي

د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي د امریکا نوی حکومت دې ددې هېواد سره اټمي تړون ته بېرته راشي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني نن چهارشنبه(د سلواغې ۱مه) د امریکا له نوي ولسمشر جوبایډن څخه غوښتي چې د دې هېواد سره اټمي تړون ته بېرته راشي او پر ایران لګیدلي بندیزونه لېرې کړي.

د ولسمشر ټرمپ اداره په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د ایران له اټمي تړونه ووتله او پر تهران یې نوي بندیزونه ولګول.

حسن روحاني نن د کابینې په غونډه کې چې پر ټلوېزیون خپره شوه وویل: "که واشنګټن له نړیوالو قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي تړون ته بېرته راشي، موږ به هم د دې تړون ژمنو ته درناوی وکړو."

د ایران ولسمشر په نننۍ وینا کې د ډونالډ ټرمپ د ادارې د پای ته رسېدو هرکلی وکړ او هغه یې یو ظالم ولسمشر وباله.