اروپايي ټولنه: روسیه دې الکسي ناوالني او د هغه ملګري خوشې کړي

نیول شوی الکسي ناوالني

د اروپايي ټولنې یوه چارواکي له روسیې غوښتنه وکړه چې د اپوزېسیون مشر الکسي ناوالني او د هغه نور توقیف شوي ملګري خوشې کړي.

د بهرنیو چارو او امنیتي پالېسۍ په برخه کې د اروپايي ټولنې لوړ رتبه استازي جوزف بورېل پرون سې شنبه په بروکسل کې اروپايي پارلمان ته په وینا کې وویل: "د ښاغلي ناوالني حقونو ته باید په بشپړ ډول له کوم شرط پرته درناوی وشي او دا حقونه پر ځای شي. د عدالت سیاسي کول د منلو وړ نه‌دي. له روسي چارواکو غوښتنه کوو، ناوالني، نور ژورنالېستان او فعالان چې د ناوالني د ستنېدو په تړاو نیول شوي، خوشې کړي."

د روسیې د اپوزېسیون مشر الکسي ناوالني چې په جرمني کې یې درملنه روانه وه، تېره یکشنبه مسکو ته له ستنېدو سره سم ونیول شو.

وروسته له هغې چې یوه قاضي د ۳۰ ورځو لپاره د ناوالني د توقیف حکم صادر کړ، د کرملېن دغه منتقد اوس د مسکو په یوه توقیف‌ځای کې د بند شپې ورځې تېروي.