د امریکا د منتخب ولسمشر جو بايډن د لوړې مراسم ننګونه سره مخ دي

Your browser doesn’t support HTML5

د امريکا منتخب ولسمشر جو بايډن به د روان میلادي کال د جنورۍ پر ۲۰ مه نېټه د دې هېواد د ۴۶ م ولسمشر په توګه د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د خپلې څوکۍ لوړه کوي، خو د پخوانيو هغو پرتله دا ځل د لوړې مراسم له ننګونو او خطرونو سره مخامخ دي.

د ۲۰۲۰میلادي کال د نوومبر مياشتې په ولسمشريزه ټاکنو کې د جوبايډن سيال ولسمشر ټرمپ د بې اساسه ادعاوو پر بنياد ټاکنې له درغليو ډکې بولې او خپله ماته نه مني.
د هغه ملاتړو د جنورۍ پر شپږمه نېټه د کانګرس پر ودانۍ بريد کړی وو او چارواکو خبردارۍ ورکړی چې ښايي د لوړې مراسمو پر مهال د هغه ملاتړې نورې پر تشدد مظاهرې وکړي.