چارواکي: طالبانو په دایکندي کې د یوې مخابراتي شبکې پايه ویجاړه کړه

آرشیف

وسله والو طالبانو په دایکندي ولایت کې د یوې مخابراتي شبکې پايه ویجاړه کړه.

د دایکندي ولایت د مخابراتو او ټکنالوجۍ ریيس لطف الله شریعتي آزادي راډیو ته وویل، چې طالبانو تېره شپه دا پایه په کجران ولسوالۍ کې د یوه توغندي په ویشتلو ویجاړه کړه او یو ساتونکي یې هم ټپي کړ.

د ښاغلي شریعتي په خبره دا د سلام مخابراتي شبکې څلورمه پايه ده چې په دایکندي ولایت کې د روان کال په ترڅ د طالبانو له لوري ورانېږي.