امنیتي چارواکي: د میدان وردګو په سیدآباد کې ٢ ماین خښوونکي وژل شوي

آرشیف

تندر قول اردو د میدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ کې د دوو ماین خښوونکو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د ۲۰۳ تندر قول اردو د رسنیو مسوول اېمل خان مومند په یوه رسنیز پیغام کې د دې عملیاتو جزییات ورکړي دي.

هغه زياتوي: "تېره شپه ناوخته دوه تنه طالب ترهګر هغه مهال د تندر قول اردو د پنځمې لوا د منسوبینو په برید کې ووژل شول چې د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په اړونده خم سيسي سیمه کې یې د سړک پرغاړه ماینونه ځای پرځای کول."

له بلې خوا په غزني کې د چاپېریال ساتنې ادارې رییس عبدالولي ارمان پرون له خپل یوه ساتونکي سره یو ځای په یوه وسله وال برید کې ټپي شو.

د غزني د والي ویاند واحداله جمعه زاده ازادۍ راډیو ته وویل، پر ارمان د چاپېریال ساتنې د ریاست مخې ته حمله وشوه.