د امریکا د ټاکلي ولسمشر د لوړې ازمایښتي مراسم وځنډېدل

دغه اور د کانګرس ودانۍ نږدې لګېدلى و

د امریکا د متحدو ایالتونو د ټاکلي ولسمشر جو بایډن د لوړې ازمایښتي مراسم وروسته له هغې وځنډول شول، چې د امریکا د کانګرس ودانۍ ته نږدې اور ولګېد.

په پام کې وه، ازمېښتي مراسم سبا شپې ته عملي شي، خو د کانګرس له ودانۍ لیرې د بې سرپناه کسانو په کمپ کې د اورلګېدو پېښې دغه مراسم وځنډول.

جو بایډن سبا چهارشنبه لوړه کوي.

په ازمايښتي پروګرام کې د موسیقۍ ډلې او ځینې پوځیان تر اصلي مراسمو مخکې تمرین کوي.

دا مهال په پلازمېنه واشنګټن ډي. سي کې د ولسمشر جو بایډن د لوړې په مراسمو کې د احتمالي تاوتریخجنو اعتراضونو د مخنیوي په هدف په لوړه کچه اضطراري حالت نافذ دی.

د کانګرس د ودانۍ شا و خوا د ملي ګارډ، محلي او فډرال پولیسو تر ۲۰ زرو زیات کسان ګمارل شوي دي.

دا وروسته له هغې چې د جنورۍ میاشتې پر شپږمه د ډونالډ ټرمپ یوه ډله پلویانو د کانګرس پر ودانۍ یرغل وروړ او وروسته په شخړو کې د یوه پولیس په ګډون ۵ کسان ووژل شول.