د افغانستان د جمهور رییس لومړي مرستیال امرالله صالح په خپلې یوې تازه پریکړه کې د هغو ترهګرو د اعدام غوښتنه کړې چې له افغان حکومت سره بندیانېږي.
د افغانستان د جمهور رییس لومړي مرستیال امرالله صالح د دوشنبې د سهار په شپږنیمو بجو غونډه کې ویلي، هغه ترهګر چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري د ناوړه اعمالو په تور نیول کېږي، په داسې حال کې چې په خپلو جرمونو یې اعتراف هم کړي وي تمه لري چې یوه ورځ وبښل شي.
د ښاغلي صالح په خبره، هغه کسان چې نیول کېږي باید اعدام شي تر څو د نورو لپاره د عبرت درس وي.
د لومړي معاونيت د ستراتیژیکو اوعامه اړیکو د دفتر رییس رضوان مراد د دوشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "دغه غوښتنه د هغو کورنیو ده چې خپل اولادونه، محصلین او نور خپلو خپلوان یې د طالبانو او نور ډلو په ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي او هغو غواړي چې عدالت ټینګ شي."
ښاغلي صالح په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي، چې دغه موضوع د قانون د حاکمیت د عالي شورا په جلسه کې به هم مطرح شي.
د نوموړي په خبره، هر هغه ترهګر چې نیول کېږي باید اعدام شي.
خو په ورته وخت کې د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د اعدام په اړه هر پرېکړه د عدلي او قضايي ارګانونو کار دی نه د لومړي معاونيت.
ذبیح الله فرهنګ
د دې کمېسیون د نشراتو برخې مشر ذبیح الله فرهنګ وايي: "د قانون د پلې کېدو مسولیت او مکلفیت د عدلي او قضایي بنسټونو کار دی، د حکومت اجراييه بنسټونه د لومړي معاونیت په ګډون د داشان حکمونو لکه اعدام مسئولیت نه لري."
له دې سره هممهاله طالبان بیا وايي، له بندیانو سره د هر ډول ناوړه کړنې غچ به اخلي.
د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي، چې په داشان کړنېو سره به د سولې خبرې له ستونزو سره مخ شي او دوي غواړي خپل ناکامي په دې کارونو سره پټه کړي.
په کابل کې د چاودنې وروسته د سيمې انځور. December 20, 2020
ښاغلي صالح په داسې حال کې دغه اقدام ته لومړیتوب ورکړي چې په دې ورستیو کې په افغانستان کې د هدفي وژنو او چسپکي ماینونو پېښې زیاتې شوي دي.
د دې هدفي وژنو په دوام نن دوشنبه په کابل کې، په ولسي جرګه کې د پنجشیر ولایت د استازي زلمي نوري ورور ابراهیم عاصم په موټر مقناطيسي ماین چاودونه شوې چې یو کس په کې ټپي شوي دی.
له دې سره هممهاله د کابل په شپږمه ناحیه کې هم پر یو موټر د مقناطيسي ماین چادونه شوې خو ځاني زیان یې نه درلودل.
تېره ورځ هم د کابل په لسمه ناحیه کې دوه ښځینه قاضیانې د نامعلومه کسانو له لوري په ډزو سره ووژل شوې او دوه کسه نور هم ټپیانې شوې.