مسیر: د افغانستان جګړه یو نوي او پېچلي پړاو ته ورننوځي

یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

د کابل چاپ د نن ورځې په ګڼو کې په بېلابېلو موضوعاتو مقالې او تبصرې خپرې شوې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او طالبانو د سولې د مرکچي پلاویو ترمنځ د خبرو ځنډ ته اشاره کړې او لیکلي دي داسې ښکاري چې دواړو لورو په ۲۰ ورځنيو رخصتیو کې خپله کورنۍ دنده په سمه توګه نه‌ده ترسره کړې.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي چې د دواړو لورو د مرکچي پلاویو یو شمېر غړي په ځنډ دوحې ته ورسېدل ځکه نو د خبرو دوهم پړاو لا هم نه‌دی پیل شوی.

خو د سرمقالې لیکوال ټینګار کړی چې هر څومره دا خبرې ځنډېږي په افغانستان کې به په هماغه اندازه جنګ او جګړې زور اخلي او د بې‌ګناه افغانانو وینه به تویېږي.

هشت صبح داسې مهال د افغان دولت او طالبانو د مرکچیانو ترمنځ د خبرو د ځنډ په اړه لیکي چې تازه دواړو لورو ویلي چې یکشنبه ماښام د دواړو خواوو د مذاکراتي ډلو د رئیسانو او د هیئت د څو غړو ترمنځ ناسته وشوه. په دې ناسته کې د اجندا پر مسایلو او د راتلونکو ناستو په هکله خبرې وشوې.

په سرمقاله کې راغلي دي چې په دوحه کې د طالبانو او امریکايي لوري ترمنځ د هوکړې تر لاسلیک میاشتې اوړي او په دې هوکړه کې د شویو ژمنو په بنسټ طالبانو باید تاوتریخوالی کم کړی وای، خو د ليکوال په خبره لا يې په بېلابېلو ولایتونو کې حملو ته زور ورکړی چې پراخه مرګ‌ژوبله لري.

سرمقاله لیکونکي لیکلي د تاوتریخوالي دوام لامل شو چې امریکايي ځواکونه هم د افغانستان په ځینو سیمو کې پر طالبانو هوايي حملې وکړي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، که طالبان اوربند اعلان نه‌کړي او په تاوتریخوالي کې کموالی رانه‌ولي، نو ناشونې برېښي چې روانې خبرې پایله ورکړي ځکه د سرمقاله لیکونکي په خبره همدا اوس د افغانستان په نږدې ۲۰ ولایتونو کې جنګ روان دی او هره ورځ په‌کې لسګونه افغانان وژل کېږي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې د افغانستان جګړه یو نوي او پېچلي پړاو ته ورننوځي.

وړاندې په سرمقاله کې ادعا شوې چې په تېرو څو ورځو کې وسله‌والو طالبانو د افغانستان په یو شمېر سیمو کې ډرون الوتکې کارولي او پر امنیتي ځواکونو یې بریدونه کړي دي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، که څه هم دغو بریدونو پراخه مرګ‌ژوبله نه‌ده اړولې، خو پراخه وېره‌یې خوره کړې ده.

سرمقاله لیکونکی لیکي، که څه هم د طالبانو ډرون الوتکې جنګي نه‌دي یوازې د جاسوسۍ ګټه ترې اخیستل کېدای شي، خو ليکي چې دغه ډله‌يې په حملو کې کاروي.

وړاندې په سرمقاله کې د طالبانو له لوري د دغه ډول الوتکو پر مټ د بریدونو د زیاتوالي احتمال یاد شوی او لیکل شوي چې دا کار ښيي چې د افغانستان جګړه لا پېچلې کېږي.

د سرمقالې لیکوال لیکي څومره چې په دې هېواد کې جګړه تودېږي نوې وسلې هم د جګړې ډګر ته راځي او ښايي د امریکا له وتلو وروسته ځیني سیمه‌ییز هېوادونه هڅه وکړي چې د افغانستان جګړه لاپسې اوږده او پېچلې کړي.

د سرمقالې په پای کې راغلي دي چې د دواړو لورو له‌خوا د جګړې پر دوام ټینګار بدې پایلې لري او اړینه ده چې د سولې په خبرو کې نرمښت وښودل شي.

  • هېواد

هيواد دولتي ورځپاڼي لیکلي دي چې زور، ترور، وحشت او جنايت د ستونزو حل نه‌دی.

وړاندې په سرمقاله کې په کابل ښار کې د سترې محکمې په دوه ښځینه قاضیانو د تېرې ورځې حملې ته اشاره شوې او لیکل شوي چې وسله‌والو دا ځل پر هغو بې‌دفاع ښځينه قاضيانو بريد وکړ چې د مسلمان ولس د عدالت لپاره‌يې کار کاوه.

په سرمقاله کې راغلي، که څه هم د ياد بريد مسؤليت تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې نه‌دی منلی، خو د سرمقالې د لیکوال په باور دغه ډول بریدونه د سولې پر روان بهير باور له‌منځه وړي.