امریکا او جرمني د روسیې د سیاسي مخالف الکسي ناوالني نیول وغندل

نیول شوی الکسي ناوالني

د امریکا متحده ایالاتو او جرمني د روسیې د سیاسي مخالف الکسي ناوالني نیول غندلي دي.

۴۴ کلن ناوالني چې له تېرې اګسټ میاشتې راهیسې په جرمني کې تر درملنې لاندې و، پرون د مسکو هوایي ډګر ته له رسېدو سره سم پولیسو ونیو. د اخبره د هغه دوو ملګرو په ټویټونو کې کړې او ویلي یې دي چې ناوالني د خیمکي ښارګوټي کې د پولیسو یوه مرکز ته انتقال شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په یوه بیان کې د ناوالني د "بې‌قید او شرطه" خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

پومپیو د ناوالني د نیولو په اړه د امریکا اندېښنه په ډاګه کړې او دا ګام‌یې د روسیې له‌خوا د ناوالني او نورو هغو څېرو د غږونو غلي کول بللي چې د روسیې منتقدین دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس هم د ناوالني په نیولو انتقاد کړی او د هغه د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه‌یې کړې ده.

د امریکا د منتخب ولسمشر جو بایډن ادارې هم چې د چهارشنبې په ورځ کار پیلوي، د ناوالني د خوشې کېدو غوښتنه کړې.