عامې روغتیا وزارت د دیني عالمانو په مرسته د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلوي

هرات کې روغتیايي مسؤلین د پولیو ضد واکسین د تطبیق پر مهال

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي هڅه کوي، ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین په تطبیق کې د دیني عالمانو مرسته خپله کړي.

دغه وزارت وايي سر له نن دوشنبې په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ د ګوزڼ ضد واکسین بل کمپاین پیلوي.

د عامې روغتیا وزارت یوه ویاند نور الله تره‌کي ازادي راډیو ته وویل: "د عالمانو په ملتیا د کلي د مشرانو په همکارۍ مخ په وړاندې روان یو. پر هېوادوالو مو غږ دی چې په دې برخه کې له روغتیا وزارت سره ملتیا وکړي، تر څو هغو ماشومانو ته چې له پولیو ضد واکسین بې‌برخې پاتې دي، دا واکسین ورکړل شي."

روغتیا وزارت مخکې ویلي وو چې د تېرې میاشتې له کمپاین څخه ۳ ملیونه ماشومان بې‌برخې پاتې دي. په هغه کمپاین کې ۹ ملیونه او ۹ لکه ماشومانو ته د واکسین رسول پلان شوي وو.

په ۲۰۲۰م کال په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۵۶ ته ورسېد چې دا له ۲۰۰۱م کال راهیسې تر ټولو لوړ شمېر دی.