د روسیې د اپوزېسیون مشر مسکو ته له رسېدو سره سم ونيول شو

مسکو کې نیول شوی د روسیې اپوزېسیون مشر الکسي ناوالني

د روسیې د اپوزېسیون مشر الکسي ناوالني له جرمني پرون ناوخته مسکو ته له رسېدو سره سم ونيول شو.

دی له څو میاشتو په جرمني کې د مسمومېدو له کبله چې روسي چارواکي په‌کې دخیل بلل شوي وو، تداوي کېده.

په پلازمېنه مسکو کې پولیسو په لسګونه هغه کسان هم ونیول چې په یونوکوفو (Vnukovo) هوايي ډګر کې د الکسي ناوالني راتګ ته انتظار وو.

په نیول شویو کسانو کې د ناوالني د اداري فساد ضد بنسټ مدافع وکیل لیوبوف سوبول، د پروژو مدیر روسلان شاویدینوف او ځیني ژورنالېستان شامل دي.

پرون ناوخته د بلوا ضد ګڼ پولیس تر سترګو کېدل چې د راروانو مسافرو ترمینل ته‌یې د ناوالني د هغو پلویانو مخه نیوله چې شعار یې ورکاوه: فاشیستان!

ناوالني په داسې حال کې مسکو ته روان شو چې چارواکو یې د نیولو او د کلونو لپاره زندان ته د اچولو خبرداری ورکړی و.