جو بایډن د کرونا ویروس د لا خپرېدو مخنیوي لپاره بېړني اقدامات کوي

د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن

د امریکا متحده ایالاتو منتخب ولسمشر جو بایډن چې راروانه چهارشنبه لوړه کوي، په پام کې لري د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره بېړني اقدامات وکړي.

د ښاغلي بایډن د دفتر رئیس رونالډ کلېن دا خبره پرون خپلو لوړ رتبه همکارانو ته په یوه یادښت کې کړې ده.

په دغو اقداماتو کې د محصلانو د قرضو د ورکړې لپاره د وقفې تمدید او له هغو کسانو سره مرسته شامله ده چې د کرونا وبا پر مهال‌یې زیات کړاو ګاللی دی.

ټاکلی ولسمشر جو بایډن په پام کې لري چې د خپلې کاري دورې په لومړیو ۱۰۰ ورځو کې د امریکا ۱۰۰ ملیونه وګړو ته د کرونا ضد واکسین ورکړي، خو دا هغه هدف دی چې د کلېن په خبره ورته رسېدل ګران برېښي.

جو بایډن د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال د کرونا وبا په وړاندې د مبارزې لپاره د جدي او عملي اقداماتو ژمنه کړې وه.

د امریکا په متحده ایالاتو کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۴ ملیونه ته نږدې شوی دی.