د ګوزڼ ضد دغه کمپاین کې څومره ماشومان په پام کې نیول شوي؟

ارشیف، یو ه ماشوم ته د ګوزڼ ضد واکسین څاڅکي ور اجول کیږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سبا دوشنبې په ټول افغانستان کې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ ضد د واکسیناسیون کمپاین پیلوي.

د دې وزارت د شمېرو له مخې تېر۲۰۲۰ میلادي کال په افغانستان کې د پولیو ۵۶ نوې مثبتې پیښې ثبت شوي دي.

په دې اړه د ازادي راډیو خبریال نوریاس نوري د عامې روغتیا وزارت د پولیو د پروګرام د عامه پوهاوي د کمپاین له مشر مېرجان راسخ سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې د پولیو د واکسیناسیون په دغه کمپاین کې څومره ماشومان په پام کې نیول شوي دي؟

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

مرکه