بوسنیا هرزګوېنا کې د پناه غوښتونکو پر وضعیت د اروپايي اتحادیې اندېښنه

بوسنیا هرزګوېنا کې پناه غوښتونکي

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالېسۍ ویاند د بوسنیا هرزګوېنا په کمپونو کې د پناه غوښتونکو پر وضعیت اندېښنه ښکاره کړه، ویې‌ویل چې دا حالت د منلو نه‌دی او باید د پناه غوښتونکو ستونزه هواره شي.

د بوسنیا په کمپونو کې زرګونه پناه غوښتونکي مېشت دي، خو د تېر کال د ډسمبر په ۲۲مه په لیپا کمپ کې له اور لګېدو وروسته ۹۰۰ پناه غوښتونکي په منفي صفر درجه هوا او تر باران او واورو لاندې بې‌سرپناه پاتې دي.

د لیپا کمپ له سوځېدو وروسته بوسنیايي چارواکو ویلي چې پناه غوښتونکي به بل ځای ته ولېږدوي، خو د سیمې د اوسېدونکو د مخالفت له کبله دا پرېکړه لغوه شوه او حکومت د پناه غوښتونکو د مېشتولو لپاره پوځي خېمې ودرولې.

کابو ۹ زره پناه غوښتونکو اروپا ته د رسېدو په هیله په بوسنیا کې اړولي او اکثره د پاکستان، افغانستان او سوریې وګړي دي.

اروپايي اتحادیې د بوسنیا حکومت ته له پناه غوښتونکو سره د مرستې لپاره ۱۰۷ ملیونه ډالره ورکړي او ویلي یې دي چې د بوسنیا حکومت باید پر خپلو هغو ژمنو ودرېږي چې بشري حقونو، د اروپايي اتحادیې قوانینو او د پناه غوښتونکو د ستونزو حل کولو ته‌یې لري.