په نړۍ کې د ګلتوني ګازونو تولید کم شوی

ارشیف

د انرژۍ نړیوالې ادارې په یوه راپور کې ویلي، په نړۍ کې د ګلتوني ګازونو تولید کم شوی دی.

د کرونا ویروس له خپرېدو او د نړۍ په ګڼو سیمو کې پر تګ راتګ له بندیزونو او ټولبندیو وروسته، له فوسیلي سونګ موادو لکه تېلو څخه استفاده خورا کمه شوې او په نتیجه کې یې د ۲۰۱۹ کال په پرتله په ۲۰۲۰ کې ګلتوني ګازونه په سلو کې کابو ۷ کم شوي دي.

د انرژۍ نړیوالې ادارې دې حد ته د ګلتوني ګازونو کمېدل یو تاریخي ریکارډ بللی دی.

ګلتوني ګازونه د ځمکې د تودېدا یو تر ټولو مهم سبب بلل کېږي.