د افغانستان مالیې وزارت: د بودجې تصویب کې ځنډ مو له ستونزو سره مخ کوي

د افغانستان مالیې وزارت

د افغانستان مالیې وزارت وایي، د ۱۴۰۰م مالي کال د بودجې په تصویب کې ځنډ دوی په اوږدمهال کې له ستونزو سره مخامخ کوي.

د دغه وزارت ویاند شمروز مسجدي دا خبرې پرون شنبه داسې مهال ازادي راډیو ته وکړې چې ولسي جرګې د دوهم ځل لپاره د دغې بودجې طرحه رد کړه.

ښاغلی مسجدي زیاتوي: "تر څو چې بودجه پاس شوې نه‌وي، موږ هېڅ پروژه شروع کولای نه‌شو او نه هم د پروژې قرارداد او مطالعه کېږي، هر څومره چې وخت ځنډېږي، هماغومره د پروژو تطبیق وروسته کېږي، یعنې په وخت او زمان سره نه‌تطبیقېږي، که چېرته وخت زیات تېرېږي، بیا ورو ورو مشکلات زیاتېږي."

مالیې وزارت وایي، د بودجې د طرحې بله بڼه به هم ولسي جرګې ته ولېږي، خو وایي دا چاره لږ وخت نیسي ځکه چې د کابینې منظورۍ ته هم اړتیا لري.

مالیې وزارت په وروستۍ طرحه کې چې ولسي جرګې رد کړې، ۱۴۰۰م مالي کال ته ۴۷۳ میلیارده افغانۍ بودجه ځانګړې کړې ده.