په هرات کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله یوه ښځه وژل شوې

آرشیف

په هرات کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو په پېښه کې یوه ښځه وژل شوې او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پولیسو یوې سرچینې د نوم نه ښوولو په شرط ازادۍ راډیو ته وویل، د هرات- اسلام قلعه پر لار دا پېښه نن هغه وخت وشوه، چې له سیمې د امنیتي ځواکونو یو کاروان په تېرېدو و.

بلخوا د هرات د روغتیا ریاست ویاند، محمد رفیق شېرزي ازادۍ راډیو ته وویل: "د قدوس اباد سیمې په مربوطاتو کې له پېښې وروسته د ۴ کوچنیانو، ۴ ښځو او ۳ نارینه وو په ګډون ۱۱ ټپیان د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي، له بده مرغه یوه زړه ښځه مړه شوې ده."

د پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.