کابل او بغلان کې بېلابېلو چاودنو څلور تنه پولیس وژلي

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د بغلان په مرکز پلخمري کې یوې چاودنې یو پولیس وواژه او دوه نور یې ټپیان کړل.

د بغلان د پولیسو ویاند احمد جاوېد بشارت نن شنبه (د مرغومي ۲۷مه) ازادي راډیو ته وویل، چاودنه نن سهار د پلخمري په 'پل معدن' سیمه کې شوې ده.

په بل خبر کې، دوه پولیس په کابل کې د مقناطیسې بم په چاودنه کې ووژل شول.

د کورنیو چارو وزارت تایید کړه چې دا چاودنه نن سهار ۹ بجې د کابل د درېیمې ناحیې په مربوطاتو کې د امنیه قوماندانۍ پر یوه موټر شوې ده.

دغه وزارت وایي، دوه پولیس افسران په دې پېښه کې وژل شوي او بل ټپي شوی دی.