د کندهار والي: دامان کې د دولت تصفیوي عملیات پیل شوي

په کندهار کې افغان امنیتي ځواکونه

د کندهار والي وايي، په دامان ولسوالۍ کې د دولت د وسله والو مخالفانو پر ضد تصفیوي عملیات پیل شوي دي.

دا عملیات وروسته له هغې پیل شول چې نن سهار په دې ولسوالۍ کې د ملي امنیت د موټرو په ورکشاپ کې چاودنه وشوه.

د کندهار والي روح اله خانزاده په دې اړه رسنیو ته وویل: "زموږ د ملي امنیت د موټرو پر ورکشاپ موټربم برید شوی چې ځاني زیان نه لري، ساحه تر کنټرول لاندې ده، تصفیه روانه ده، تر اوسه څلور انتحاري بریدګر وژل شوي دي."

په کندهار کې د شوې پېښې په اړه د دولت کومې مخالفې ډلې تبصره نه ده کړې.