ارزګان چارواکي: ګېزاب کې لسګونه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

آرشیف

د ارزګان ولایت چارواکي، په ګېزاب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د پنځوسو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

د ارزګان والي محمدعمرشېرزاد نن جمعه آزادۍ راډیو ته وویل، چې وسله والو ته دا تلفات د تېرو لسو ورځو په عملیاتو کې اوښتي دي.

هغه زياتوي: "د عملیاتو په نتیجه کې ولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ ته ورپېښ ګواښونه له منځه ولاړل. شاوخوا پنځوسو وسله وال چې د دوی قوماندانان هم پکې شامل وو، یا ټپیان شول یا وژل شوي دي."

ښاغلي شېرزاد زیاته کړه، چې به دې عملیاتو کې دوه افغان سرتېري وژل شوي او پنځلس نور ټپیان دي. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.