ايران: د پخوا په څېر د افغانستان اساسي قانون پر بنسټ د سولې ملاتړ کوو

د عکس ښي لور ته میرویس ناب او چپ لور ته بهادر امينيان

په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان وايي، چې هېواد یې په افغانستان کې د اساسي قانون پربنسټ او د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو د خوندي ساتلو په صورت کې د پخوا په څېر د افغانستان د سولې د خبرو ملاتړ کوي.

ښاغلي امینیان دا څرګندونې پرون د افغانستان د بهرنیوچارو له سیاسي معین میرویس ناب سره د کتنې پرمهال کړې دي.

د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت په یوه بیان کې د ایران د سفیر له قوله ویلي، چې تهران د سولې د بهیر د ملاتړ ترڅنګ په افغانستان کې دایمي سوله او د اوربند ټینګېدل غواړي.

د بیان له مخې په دې کتنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او د ترانزیتي همکارۍ د پراختیا په اړه هم بحث وشو.

له دې مخکې تل د ایران او طالبانو د نږدې اړیکو په اړه راپورونه ورکړل شوي او ادعا شوې ده، چې تهران د دې ډلې ملاتړ کوي.

ایران د طالبانو د ملاتړ تورونه بې بنسټه بللي دي.