په خيبرپښتونخوا کې د هندوانو پر عبادتځای برید؛ لسګونه پولیس ګوښه شول

په خيبرپښتونخوا کې د هندوانو د سوځول شوي عبادتځای يو انځور. December 31, 2020

د خیبرپښتونخوا ایالتي چارواکي وايي، چې د یو شمېر بدمعاشانو د برید پر وړاندې د هندوانو د عبادتځای په ساتنه کې د ناغېړۍ له کبله لسګونه پولیس افسران له کاره ایستل شوي او یا یې دندې ځنډول شوې دي.

د خیبرپښتونخوا ایالتي چارواکي وايي، چې په دې ایالت کې د هندوانو پر یوه مندر یا عبادتځای د برید په تړاو اتلس تنه پولیس افسران له کاره ایستل شوي او د ۵۴ نورو دندې ځنډول شوې دي.

د ډسمبر په دېرشمه نېټه د خیبرپښتونخوا په کرک سیمه کې سلګونه قهرجنو کسانو د یو روحاني مشر په ملاتړ د اقلیت هندوانو پر مندر حمله وکړه او اور یې ورواچاوه.

دې برید د هندوانو، د بشري حقونو د فعالانو او د ایالتی او فدرال حکومت د چارواکو سخت انتقادونه وپارول.

د پاکستان پولیس وايي، چې پر مندر د برید په قضیه کې یې له ۳۰ زیات کسان او یو روحاني مشر چې د خلکو په پارولو تورن دی نیولي دي.

له دې مخکې د پاکستان سترې محکمې له دندې د هغو پولیس افسرانو د لیرې کولو سپارښتنه کړې وه، چې پر مندر د برید د مخنیوي په برخه کې یې ناغېړې کړې.

پاکستاني چارواکو ویلي دي، چې د دې مندر ودانۍ به بیا ورغوي.

په کرک کې د هندوانو پر مندر برید په داسې حال کې کېږي، چې د سیمې هندوانو له سیمه ييزو چارواکو څخه د دې عبادتځای د رغونې جواز ترلاسه کړی و.

د پاکستان هندوان چې شمېر یې شاوخوا اتو میلیونو ته رسېږي او تر ډېره د هند سرحد ته نږدې د سند ایالت په جنوب کې استوګن دي، په وروستیو څو کلونو کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په ترڅ کې په نښه شوي دي.

متحدوایالتونو، پاکستان له مذهبي آزادیو څخه د لسو سرغړوونکو هېوادونو په لېست کې شامل کړی دی.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویلي، چې دا لېست یې د هغو خلکو د ملاتړ په مقصد چمتو کړی دی چې مذهبي آزادي غواړي.

متحدوایالتونو ویلي دي، چې د پاکستان په ګډون په دې هېوادونو کې له مذهبي آزادیو د سرغړونو جدي اندېښنې شته دي، خو اسلام آباد په دې هېواد کې له مذهبي آزادیو د سرغړونو تورونه په کلکه رد کړي دي.