افغان حکومت او طالبان: د سولې بین‌الافغاني خبرې نه‌دي ځنډېدلي

ارشیف، قطر کې د طالب مرکچي پلاوي یو شمېر غړي

د طالبانو سیاسي دفتر وایي، بین‌الافغاني خبرې ځنډېدلې نه‌دي، بلکې دوی د ځینو اړتیاوو لپاره په خپل‌منځیو غونډو بوخت دي.

د دغه دفتر ویاند محمد نعیم نن (پنجشنبه) ازادي راډیو ته دا خبره تر هغه راپور وروسته وکړه چې په‌کې وویل شول، له درېیو ورځو راهیسې دواړه خواوې دوحه کې مخامخ نه‌دي سره ناست.

ده وویل، مخامخ لیدو کې د څو ورځو ځنډ طبیعي خبره ده او په وینا یې دا د دغه بهیر د درېدو په معنی نه‌دی.

ښاغلی نعیم زیاتوي: "مذاکراتو کې ټوله ته معلومه ده، د نړۍ هر ځای کې چې مذاکرات کېږي، هلته داسې نه‌وي چې هره ورځ مجالس وي، کله کله د ځینو موضوعاتو د ښې څېړنې په خاطر باندې خپل‌منځي مجالسو ته هم ضرورت پېښېږي."

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم

د ملي مصالحې عالي شورا هم وایي چې خبرې نه‌دي ځنډېدلي، خو صرف له درېیو ورځو راهیسې مخامخ ناستې نه‌دي شوي.

د دغې شورا ویاند فریدون خوځون ازادي راډیو ته وویل، د دولت مرکچیان د اجنډا د ځینو مسئلو پر سر په خپل‌منځیو خبرو بوخت دي.

پرون روېټرز د دواړو خواوو د سرچینو په حواله راپور ورکړ چې خبرې ځنډېدلي او مرکچیان په تمه دي چې د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن د افغانستان په اړه څه ډول تګلاره اعلانوي.