‎د افغانستان-ترکمنستان ترمنځ د رېل پټلۍ، نوري فایبر او برښنا پروژې پرانیستل شوې

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي پروژو پرانیسته

د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د رېل پټلۍ، برښنا د لېږد او نوري فایبر درې مهمې پروژې پرانیستې.

‎افغان ولسشمر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د مرغومې ۲۵» د دغو پروژو په انلاین پرانیسته کې وویل چې دغه پروژې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي پراختیا ته وده او د دوو ګاونډیو او دوستو هېوادونو ترمنځ به دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې کړي.

ښاغلي غني زیاته کړه: "د دغو اقتصادي پروژو طرحه او ترې ګټه اخیستنه به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې کړي، د رېل پټلۍ اتصال، نوري فایبر او نورې سترې پروژې لکه پاکستان ته د برښنا انتقال، هند او پاکستان ته د ګازو رسول او د ابتیک فایبر شبکې نښلولتیا به موږ له جنوبي اسیا او د اروپا له لارې له نړۍ سره وصل کړي چې دا به زموږ د هېواد د ژر رشد لامل شي."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د پروژو پرانیست غونډې ته د وینا پر مهال

‎په دغو پروژو کې یوه د اقینې-اندخوی ترمنځ د ۳۰ کیلومتره اوږدوالي رېل پټلۍ ده چې د کار چارې یې تازه بشپړې شوې، بله د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا ده چې له ترکمنستان نه افغانستان ته لېږدول کېږي او بله هم د نوري فایبر پروژه ده.

‎د رېل پټلۍ په ۳۰ ملیونه ‌‌‌‌‌‌ډالره بودجه جوړه شوې ده چې افغانستان د رېل پټلۍ ادارې له لوري یې لګښت پرې شوی دی.

‎ولسمشر غني ټینګار وکړ چې له ترکمنستان سره به تر دې وروسته د یو شمېر نورو هېوادونو په همکارۍ درې اړخیزې اړیکې پیلوي چې په خبره‌یې په دې سره به افغانستان او ترکمنستان د اسیا د مرکزي او مهمو اقتصادي هېوادونو په توګه په سیمه او نړۍ کې خپل رغنده رول ولوبوي.

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ رېل پتلۍ

‎افغان حکومت هڅه کوي چې افغانستان د ځمکني ترانسپورټ له لارې له نورې نړۍ سره ونښلوي او هم په هېواد کې د برښنا روانې ستونزې راکمې کړي.

‎بل‌خوا د ترکمنستان ولسمشر قرباني علي بردي محمدوف په دغه انلاین پرانیست غونډه کې وویل چې د دغو سترو پروژه پرانیسته د دواړو هېوادنو لپاره یوه تاریخي ورځ جوړوي.

‎ولسمشر محمدوف وویل چې د دغه‌شان اقتصادي پروژو د عملي کېدو د دوام لپاره نړیوال شرکتونه هڅه کوي چې د مالي مسؤلیتونو په اخیستو له دغو دوو هېوادونو سره د نړیوالو همکارانو په توګه پاتې شي.

د افغان او ترکمنستاني لوري ترمنځ انلاین غونډه

ښاغلي محمدوف زیاتوي: "دا درې پروژې زموږ د ستراتېژيکو اړیکو د دوام لپاره مهم رول لوبوي، د دواړو هېوادونو او زموږ د خلکو نورې نوې پروژې به هم چې یو شمېر نورو هېوادونو ته به زیات اهمیت ولري، عملي به شي."

‎د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د دغو مهمو پروژ پرانیسته او ګټه اخیستنې ته‌یې سپارنه په داسې وخت کې کېږي چې افغانستان دا مهال د نړۍ د څو کمزورو او بې‌کیفیته انټرنت لرونکو هېوادونو په کتار کې دی، همدارنګه د برښنا په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ او کله چې وارداتي برښنا پرې شي د پلازمېنې کابل په ګډون ګڼ ولایتونه په شپو شپو بې‌برښنا وي.