د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ درې مهمې پروژې پرانیستل شوې

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي پروژو د پرانیستې مراسم

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ درې مهمې اقتصادي پروژې پرانیستل شوې.

دغو کې یوه پروژه د اقینې-اندخوی ترمنځ د رېل پټلۍ ده چې د جوړېدو کارونه‌یې تازه بشپړ شوي او دوه نورې پروژې د (۵۰۰ کیلو ولټه) په ظرفیت د برښنا د لېږد او نوري فایبر دي.

د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو محمد اشرف غني او قربان قلي بردي محمدوف د دغو پروژو پرانیسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهمه وبلله.

شاوخوا میاشت وړاندې د ایران او افغانستان ترمنځ د هرات-خواف د رېل پټلۍ هم پرانیستل شوه چې ۲۲۵ کیلو متره اوږدوالی یې درلود.