ډونالد ټرمپ پر کانګرس یرغل او په‌کې تاوتریخوالی وغانده

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ملت ته په یوه وېډیویي پیغام کې چې بېګا شپه‌یې خپور کړی، پر کانګرس د تېرې اوونۍ یرغل او په‌کې تاوتریخوالی غندلی، خو د استازو جرګې د هغه اقدام یادونه‌یې نه‌ده کړې چې نوموړی یې پرون د ورځې په لومړیو کې استیضاح کړ.

ټرمپ دغه وېډیويي پیغام داسې مهال خپور کړ چې د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي د ټرمپ د استیضاح په اړه له رأی ګیري وروسته چې د دې جرګې ۲۳۲ غړو د ۱۹۷ په مقابل کې مثبتې رایې ورکړې، هغه سند لاسلیک کړ چې ټرمپ د پاڅون په لمسونې تورنوي.

په استازو جرګه کې ډیموکراتان اکثریت دي، ۱۰ جمهوري غوښتونکو هم د ټرمپ د استیضاح په پلوي رایې ورکړي.

ټرمپ په دغه وېډیویي پیغام کې تاوتریخوالی په کلکه غندلی او ویلي یې دي چې دا هر څه د ده د مفکورې او د دوی د غورځنګ ضد دي او زیاتوي چې د ده هېڅ یو رښتینی ملاتړی سیاسي تاوتریخوالي ته لمن نه‌وهي.

دا د امریکا په تاریخ کې لومړنی ولسمشر دی چې د واک پر مهال دوه ځله استیضاح کېږي.

اوس به د امریکا په سنا جرګه کې چې د ټرمپ پلویان په‌کې اکثریت دي، د ټرمپ د استیضاح لپاره محکمه جوړېږي، خو اټکل دا دی چې سنا به د جنوري تر ۲۰مې یا د ټرمپ د واک تر پای ته رسېدو مخکې د محکمې بهیر پیل نه‌کړي.