د روغتیا نړیوال سازمان څېړونکي د کرونا په اړه څېړنو لپاره ووهان ته ورسېدل

ووهان کې د خوراکي توکو هغه مارکېټ چې په‌کې د لومړي ځل لپاره کرونا ویروس خپور شو.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) څېړونکي د چین ووهان ښار ته رسېدلي چې د کرونا ویروس د خپرېدو په اړه څېړنه کوي.

دغه ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په وروستیو کې له همدې ښاره خپور شوی و.

د چین دولتي رسنۍ ووهان ته د روغتیا د نړیوالې ادارې د ۱۰ څېړونکو د رسېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دوی به شاوخوا یوه میاشت په دې ښار کې تېر کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس تېره اوونۍ د دغو څېړونکو د سفر پر ځنډېدو مایوسي څرګنده کړې او ویلي و چې ډېر دغه ساینسپوهان چین ته د تلو په هدف له خپلو هېوادونو وتلي، خو چینایي چارواکو یې د اجازې چارې نه‌دي بشپړې کړي.

هغه زیاته کړه چې دغه ساینسپوهان به پر دې تمرکز کوي چې دغه ویروس د لومړي ځل لپاره په څه ډول خلکو ته انتقال شو.

د چین حکومت ویلي چې ښایي دغه ویروس له وارد شویو سمندري خوړو سره دې هېواد ته داخل شوی وي، خو نړیوال ساینسپوهان او اړوندې ادارې دغه تیوري ردوي.

د ورلډومېټرز وېب‌پاڼې د وروستیو شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې نږدې ۹۳ ملیونه وګړي پر دغه ویروس اخته شوي او نږدې دوه ملیونه‌یې هم له امله مړه شوي دي.