د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي، سولې ته د رسېدو لپاره لنډ مهالي یا مؤقت حکومت ته اړتیا نه شته.
ښاغلي دانش د مؤقت حکومت جوړېدل د افغانستان د دښمنانو هڅې وبللې، خو په مشخص ډول یې ونه ویل چې څوک دغه هڅې مخ ته وړي.
په قطر کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو د بل پړاو له پیلېدو سره په افغانستان کې د راتلونکي نظام مسئله چې څه ډول بڼه ولري، ډېره توده شوې ده.
که څه هم تر اوسه د جګړې دواړو لورو چې دوحه کې خبرو ته سره ناست، پر اجنډا خبرې نوې پیل کړي او پر مهمو ټکو یې موافقې ته رسېدل ښایي ډېر کار او وخت ته اړتیا ولري، خو دې وروستیو کې په رسنیو کې د مؤقت حکومت خبره ډېره اوړي را اوړي.
دې مسئلې افغان ولسمشر اشرف غني هم اړ کړی چې له دغې طرحې سره په ښکاره مخالفت څرګند کړي.
ښاغلي غني ویلي، د ولسمشرۍ دوره به تر اخره پای ته رسوي او د اساسي قانون له مخې دی مکلف دی چې واک بل منتخب ځای ناستي ته چې اشاره یې د انتخاباتو له لارې د بل ولسمشر انتخابېدل دي، سپاري.
پر دې مسئلې د ازادي راډیو خبریال نوریاس نوري د چارو له کتونکي او د باور غورځنګ له مشر نجیب ازاد سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې دا څوک دي چې د ښاغلي دانش په وینا د مؤقت حکومت د جوړېدو هڅې کوي؟
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5