۲۶ رد شوي افغان پناه غوښتونکي له جرمني کابل ته راغلل

ارشیف، یو تن افغان پناه غوښتونکی، عکس تئزیني بڼه لري

د هغو افغان پناه غوښتونکو چې په جرمني کې یې پناه غوښتنې رد شوي، ۲۶ کسیزه ډله نن کابل ته ورسېده.

د هوايي ډګر مسوولین وایي، د دغو کسانو لپاره چارتر شوې الوتکه د سهار اووه بجې په کابل کې کېناستله.

دا د ۲۰۱۶ میلادي کال له ډسمبر راهیسې ۳۵م ځل دی چې له جرمني څخه افغان پناه غوښتونکي د اسنادو د نه منل کېدو وروسته افغانستان ته استول کېږي.

د 'ډي.پي.اې' خبري اژانس په راپور کې په همدې موده کې له جرمني د ایستل شوېو افغان پناه غوښتونکو شمېر ۹۶۳ تنه ښودل شوی دی.

نورو اروپایي هېوادونو هم ورته لړۍ پیل کړې ده.

د دې اقدام ځیني منتقدین وایي، دغه جګړه ځپلی هېواد د پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو لپاره ډېر خطرناک دی.