یوتیوب د ولسمشر ډونالډ ټرمپ رسمي چینل بند کړی

ولسمشر ډونالډ ټرمپ

یوټیوب وایي، د امریکا د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ رسمي چینل یې بند کړی دی.

د دې ټولنیزې شبکې مسؤلین وایي، دا اقدام له دې کبله شوی چې ولسمشر ټرمپ د تاوتریخوالي د پارېدو په برخه کې د یوټیوب له پالیسیو سرغړونه کړې ده.

تردې وړاندې ټویټر او فیسبوک هم د امریکا د کانګرس پر ودانۍ د ولسمشر ټرمپ د پلویانو تر یرغل وروسته ورته اقدام کړی وو.

په دې یرغل کې چې د جنورۍ پر شپږمه شوی د یوه پولیس په ګډون پنځه تنه ووژل شول.

ډونالډ ټرمپ چې د نوومبر په ولسمشرۍ انتخاباتو کې د درغلیو ادعا کوي، په لومړي سر کې د جنورۍ په شپږمې نېټې د خپلو پلویانو اقدام وستایه، خو وروسته یې تاوتریخوالی وغانده.

منتقدین وایي، ډونالډ ټرمپ د ناسمو او کرکجنو معلوماتو د خپرېدو او د تاوتریخوالي د پارېدو لپاره له ټولنیزو رسنیو کار اخستی دی.