د کرملین منتقد الکسي ناوالني بېرته روسیې ته ځي

د کرملین منتقد الکسي ناوالني

د کرملین منتقد الکسي ناوالني وايي، روانه اوونۍ به بېرته روسیې ته ولاړ شي.

نوموړي نن چهارشنبه (د مرغومي ۲۴مه) په یوې ویډیویې اعلامیې کې ویلي چې په پام کې لري د جنورۍ په ۱۷مه روسیې ته ولاړ شي.

دی وايي: "وروستی کار چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یې کولی شي دا دی چې پر کرملین یوه لوحه کېږدي او پرې ولیکي چې الکسي په هېڅ صورت بېرته کورته مه راځه. جرمني ته راتګ زما انتخاب نه وو. زه په خپله خوښه دلته نه یم. دلته د دې لپاره یم چې هغوی غوښتل ما ووژني. هغه کسان اوس له دې کبله چې وېې نه شو کولی ما ووژني، ډېر خوابدې دي. زه ژوندی پاتې شوم او هغوی اوس ګواښ کوي چې بندي به مې کړي."

ناوالني چې د زهري مسمومیت څخه ژوندی پاتې شو، پنځه میاشتې په جرمني کې د درملنې لپاره تېرې کړې.

د روسیې پر حکومت تور دی چې د الکسي ناوالني په مسمومیت کې لاس لري، خو مسکو دا تورونه ردوي.