پومپیو: ایران د القاعده لپاره بل افغانستان دی

Your browser doesn’t support HTML5

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي چې ایران د القاعده لپاره نوی خوندي ځای دی. ده د سې شنبې په ورځ په واشنګټن کې په یوه خبري غونډه کې همداراز وویل چې القاعده د جمهوري اسلامي ایران تر کلک چتر لاندي فعالیت کوي. په دې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف دا ادعا رد کړه