ښايي د کانګرس پر ودانۍ د وروستي برید په خاطر ټرمپ استیضاح شي

د امریکا پر کانګرس د لاريون کوونکو د بريد يوه صحنه. Jan. 6, 2021

د امریکامتحده ایالتونو د کانګرس استازیو جرګه ښايي د کانګرس پر ودانۍ د مظاهره چیانو د برید په خاطر نن ولسمشر ډونالډ ټرمپ استیضاح کړي.

د امریکا کانګرس پر ولسمشر یا نورو چارواکو د تورونو د لګولو لپاره هغوی امپیچ کوي چې که پړ شي د لرې کولو لار یې برابرېږي.

د استازیو جرګې مشرې ننسي پلوسي ویلي، که د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره ډونالډ ټرمپ نامناسب ونه بولي جرګه به ژر ان د جنورۍ دیارلسمه چې نن ده ټرمپ استیضاح کړي.

استازیو جرګه چې ډموکراټان پکې اکثریت لري په دې لټه کې ده چې ډونالډ ټرمپ ګوښه کړای شي.

دې جرګې پرون یو پریکړه لیک تصویب کړی او له اجرایه قوې یې غوښتي چې د اساسي قانون له مخې د ورکړل شویو واکونو په کارولو سره دې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کانګرس شاوخوا د رامنځته شویو پېښو په خاطر ګوښه کړي.

اخوا د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس ویلي چې دی به د اساسي قانون د پنځه ویشتم تعدیل په اساس ټرمپ له واکه ګوښه نه کړي.

په ولسمشر ډونالډ ټرمپ باندې تر هغه وروسته فشارونه زیات شول چې د جنورۍ په شپږمه د ټرمپ په پلوۍ مظاهره چیان د کانګرس ودانۍ کپېټول هیل ته ننوتل او له پولیسو سره په اخ او ډب کې د یوه پولیس په شمول پنځه کسان ووژل شول.