امریکا د کرونا ویروس ضد واکسین پروګرام چټکوي

امریکا کې يوه کس ته د کرونا ويروس ضد واکسین تطبیقېږي

امریکا د کرونا ویروس د واکسین پروسه چټکوي ځکه چارواکو د کرونا له لاسه په یوه ورځ د نږدې څلور نیمو زرو کسانو د مړینې خبر ورکړی.

پخوا کله هم دومره ډېر کسان په یوه ورځ نه و مړه شوي.

د امریکا د نویو اقداماتو له مخې ټول هغه کسان چې متحده ایالتونو ته سفر کوي باید د کرونا ویروس د منفي معاینې سند وړاندې کړي.

سربېره په دې چې د کرونا ویروس د واکسین په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې په پالیسیو انتقادونه روان دي امریکايي چارواکو له ۶۵ کلونو په ډېر عمر لرونکو باندې د واکسین تطبیق لازمي ګرځولی.

د امریکا د جانزهاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په امریکا کې د کرونا مثبتې پېښې نږدې درویشتو میلیونو (۲۲۸۳۸۱۱۰) ته پورته شوي دي چې له ډلې یې څه باندې درې لکه او اتیا زره تنه ( ۳۸۰۶۷۰ ) مړه شوي.

په ټوله نړۍ کې بیا د کرونا د مثبتو پېښو شمېر له ۹۱ میلیون او پنځو لکو تېر شوی او له ډلې یې نږدې دوه میلیونه (۱۹۶۲۲۱۹) کسان مړه شوي.