هشت صبح: د موقت حکومت جوړولو پر سر خبرې د پاکستان په ګټه نه دي

کابل چاپ ورځپاڼې

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، پاکستان له بېلابېلو لورو سره په تماس کې دی څو د افغانستان د سولې پروسه په بشپړه معنا په خپل واک کې ولري او ترې ګټه واخلي.

وړاندې راغلي، چې پاکستان په دې لړ کې له افغان حکومت، طالب ډلې ،سیمه ییزو پیاوړو هېوادونو او د افغانستان مطرحو سیاسي څېرو سر د خبرو له لارې هڅه کوي چې د افغانستان د سولې پروسه د ځان په ګټه وڅرښوي.

د لیکوال په باور، پاکستان غواړي چې په افغانستان کې له سولې وروسته هم یو شمېر ډلې ولري څو د هند پر وړاندې په افغانستان کې وکاروي.

خو لیکوال ټینګار کړی چې د افغانستان له سیاسي ګوندونو او مشرانو سره د موقت حکومت جوړولو پر سر خبرې د پاکستان په ګټه نه دي.

د لیکوال په وینا، په افغانستان کې تلپاتې سوله د پاکستان په ګټه هم ده چې په کې د جمهوریت ارزښتونه و ستایل شي.

  • افغانستان

افغانستان ورځپاڼې په دې کرښو خپله سرمقاله پیل کړې ده، د دیموکراتیک نظام په شتون کې سوله او سیاسي ثبات!

وړاندې راغلي، چې سوله د هر افغان هېله او ارمان دی خو په وینا یې افغانان داسې سوله نه غواړي چې تېرې لاسته راوړنې یې له منځه ولاړې شي.

د لیکوال په وینا، افغانان د سولې له پروسې ځانګړې غوښتنې هم لرې چې هغه د وژنو درول، په سیاسي او ډیموکراتیک نظام کې ټولنیز عدالت او د دغه هېواد د ټولو وګړو د حقونو خوندیتوب په ګوته شوې چې باید ورته پام وشي.

لیکوال د سولې لپاره د یومنظم میکانیزم جوړول اړین بللي او ټینګار یې کړی له دې پرته به سوله نا شونې وي.

  • هېواد

هېواد ورځپاڼې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو کمولو پر سر لانجې ته په اشارې لیکلي، چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو بې مسووليته ايستلو پلان غير قانوني اقدام او ستر خطر دی، چې امريکايان او اروپايان يې پر ځان منلو ته په هېڅ توګه حاضر نه دي.

د ورځپاڼې له له انده د ځواکونو ژر ايستل پر امريکا بلې تروريستي حملې ته لار هواروي ځکه د افغانستان په ګاونډ پاکستان کې القاعده او بېلابېلې لسګونه ترهګريزې ډلې نه يوازې افغانستان او هند ګواښي، بلکې سيمه او نړۍ هم ترې خوندي پاتې کېدای نه شي.

لیکوال ټینګار کړی، چې افغانستان د امريکا له نوي ولسمشر جوبايډن ادراې څخه غواړي، چې بايد په افغانستان او سيمه کې يې امنيتي ګټې تعريف شي، د تپل شوې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د افغانستان پر راتلونکي ثبات توافق او د سيمې او نړيوالې ټولنې تضمين رامنځته کړي.