پاکستان: افغان مرکچي پلاوي دې د اورکم لپاره نهايي هڅه وکړي

د عکس ښي لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او چپ لور ته د حزب وحدت اسلامي افغانستان مشر محمد کریم خلیلي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان له مذاکره کوونکو لوریو غوښتنه وکړه، چې د اورکم لپاره نهايي هڅه وکړي او د اوربند پر لوري ګامونه واخلي.

شاه محمود قریشي پرون د حزب وحدت اسلامي افغانستان له مشر محمد کریم خلیلي سره په اسلام اباد کې د کتنې پر مهال دا خبره کړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې د قریشي په وینا د افغانستان د سولې له پروسې د اسلام اباد د ملاتړ خبره تکرار کړه او ویې ویل پاکستان هیله من دی چې په قطر کې د دولت او طالبانو ترمنځ روانې مذاکرې به وکړای شي افغانستان ته تلپاتې سوله راولي.

ښاغلي خلیلي چې د دوشنبې په ورځ پاکستان ته تللی او نن به هم له پاکستاني چارواکو سره ګوري د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان د نقش مننه وکړه.

ښاغلي خلیلي د پاکستان له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره هم کتلي چې ویل شوي په دې کتنه کې هم د سولې پر موضوع خبرې وشوې.

تر دې مخکې د طالبانو یو هیئت چې د دوی د قطر د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر یې مشري کوله پاکستان ته سفر کړی و او د افغانستان د سولې پر موضوع یې خبرې کړې وې.