ميلر: ناټو له افغان امنیتي بنسټونو سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي

سکاټ ميلر

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان، له افغان امنیتي ځواکونو د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ.

جنرال سکاټ میلر چې د افغانستان له لوی درستیز محمد یاسین ضیا سره پرون کندهار ته تللی و، په یوه ویډیويي پیغام کې وویل: "زموږ تعهد به غوره او قوي پاتې وي. زموږ دا سفر ډېر ښه و، خوشحاله یم چې د کندهار له والي سره مې وکتل. دا کتنه په دې اړه وه چې د بېلابېلو امنیتي بنسټونو ترمنځ همکاري څنګه دوام پیدا کړي."

په څه باندې دوو میاشتو کې د هدفي وژنو او د نورو حملو تر زیاتېدو وروسته په افغانستان کې امریکايي ځواکونو هم په ځینو عملیاتو کې د افغان قواوو ملاتړ کړی دی.