ټرمپ د کانګرس پر ودانۍ د شوي تاوتریخوالي هر ډول مسوولیت اخیستل رد کړل

ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کانګرس پر ودانۍ د تېرې اوونۍ په ډله ییز تاوتریخوالي کې هر ډول مسوولیت اخیستل رد کړل او د ده د استیضاح هڅه یې هم بې ګټې وبلله.

تېره چهارشنبه د ټرمپ پلویانو د کانګرس پر ودانۍ یرغل وروړ چې په نتیجه کې یې د یوه پولیس په ګډون ۵ کسان ووژل شول.

ښاغلي ټرمپ پرون په خپلو خبرو کې وویل، د کانګرس پر ودانۍ د خلکو حمله ده نه وه هڅولې.

هغه زیاته کړه: "که تاسې زما د وینا متن ولولئ، چې زیاتو کسانو لوستی، هم پر کاغذ هم په رسنیو او هم ټلویزیون کې، دا متن تحلیل شوی او خلک فکر کوي، هغه څه چې ما ویلي کاملاً مناسبې خبرې وې."

ولسمشر ټرمپ تېره چهارشنبه په خپله وینا کې له خپلو پلویانو غوښتي وو، چې د کانګرس د ودانۍ پر لوري لاریون وکړي.

دا هغه وخت و، چې د کانګرس دواړو جرګو په پام کې لرل د ټاکنیزو یا الکتورال کالجونو رایې وشمېرې او ثبت یې کړي او له مخې یې جو بایډن د نوامبر د درېیمې د ولسمشرۍ ټاکنو د رسمي ګټونکي په توګه تایید کړي.